پاکستان: د وزیرستان یو بريدګر د افغانستان تبعه و

د پاکستان د داخله چارو وزیر، محسن نقوي، ادعا کړې چې د سویلي وزیرستان پر یوه نظامي ښوونیز مرکز د وروستي مرګوني برید یو انتحاري بریدګر د افغانستان تابع و. دا برید د دوشنبې په ورځ، د لړم یا عقرب ۱۹مه، هغه مهال ترسره شو چې یو موټر بم د افسرانو پوهنځي دروازې ته ور ویشتل شو او بیا بریدګر ودانۍ ته ننوتل.
ښاغلي نقوي، د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني رسنیو سره خبرو کې وویل، یاد بریدګر د برید له ترسره کېدو مخکې له افغانستان نه له یو شمېر کسانو سره په تماس کې و. هغه زیاته کړه چې د بریدګرو د پېژندلو او پاکولو لپاره امنیتي عملیات دوام لري.
د پاکستان د داخله چارو وزیر دا هم وویل چې په دې برید کې د افسرانو زدهکوونکي او استادان هدف وګرځول شول. نوموړي د افغان بریدګر د بشپړو جزئیاتو په اړه څه ونهویل، خو وویل چې د پېژندنې تر تایید وروسته به لا نور معلومات شریک کړي.
امنیتي ځواکونو، د سهشنبې په ورځ، د برید له ځایه د پوځي مرکز د پاکولو عملیات مخ ته وړي. هغوی وویل چې یو انتحاري بریدګر، چې د وزیر داخله له قوله د افغانستان تبعه و، له څلورو نورو بریدګرو سره، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) سره تړاو درلود، په جګړه کې وژل شوي دي.
د پاکستان د داخله چارو وزارت دغه تورونه داسې مهال مطرح کوي چې د اسلاماباد او په کابل کې د طالبانو د ادارې تر منځ اړیکې د پاکستان پر امنیتي اهدافو د زیاتېدونکو بریدونو له امله ترینګلې شوې دي. طالبانو له دې وړاندې هم څو ځل د سختدریځو ډلو د پناه ورکولو په تور تورن شوي، خو تل یې دا تورونه رد کړي دي.
د وزیرستان برید نه یوه ورځ وروسته، اسلاماباد د بل خونړي پېښې شاهده هم وه؛ د ایالتي محکمې ترڅنګ یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي او شاوخوا ۲۰ نور یې ټپيان کړي دي.




