په جنوبي ترکيه کې د يوې محکمې ودانۍ کې چاودنه شوې

د ترکيې خبري سرچينې وايي چې د دې هېواد په جنوبي شانلياورفه ولايت کې د يوې محکمې د ودانۍ دننه چاودنه شوې ده. دا پېښه د دوشنبې په ورځ د غرمې شاوخوا رامنځته شوې او له امله يې يو تن ټپي شوی دی.
د ترکيې د عدليې وزير، ييلماز تونچ، د دې پېښې په غبرګون کې ويلي چې ټپي شوی کس د پښې له سيمې ژوبل شوی دی. ترکي چارواکو تر دې دمه د دې چاودنې د ډول، عامل يا احتمالي هدف په اړه رسنيو ته نور جزئيات نهدي ورکړي.
شانلياورفه ولايت، چې د سوريې له پولو سره نږدې موقيعت لري، په تېرو کلونو کې څو ځله د امنيتي پېښو شاهده پاتې شوې ده. دا وروستۍ چاودنه د سرحدي سيمو د عدلي او امنيتي بنسټونو د زيانپذيرتيا په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.
په نورو هېوادونو کې د دا ډول پېښو تکرار يو ځل بيا په افغانستان کې د عدلي او قضايي بنسټونو د امنيت تأمين ته اړتيا روښانه کوي؛ په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د عدليو خپلواک بنسټونو د کمزوري کولو او د ټولنيز امنيت د تأمين په برخه کې د ناکامۍ په تور تورنه شوې ده.




